د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې اجباري راایستل شویو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانيست.
د یاد ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د فاریاب والي محترم مولوي عبدالاحد فضلي، ځايي مسؤلينو، یو شمېر علماوو، مشايخو، مجاهدینو او متنفذينو هم حضور درلود.
دغه ښارګوټی چې څلور زره جريبه ځمکه باندې جوړېږي، د کور او ښارجوړولو وزارت مسلکي او تخنیکي انجنیرانو سروې او ډیزاین کړی چې ټول ښاري امکانات په کې په پام کې نیول شوي دي.
د پرانيستې مراسمو کې يې د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د اسلامي امارت رهبري او مسؤلين دوامداره هڅې کوي، ترڅو راستنو شويو هيوادوالو ته د هوساينې زمینه او ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، راستنو شويو کډوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه د اسلامي امارت له لوري دولس ګونو کمېټو ته دنده سپارل شوې ده.
نوموړي څرګنده کړه، شپږو کمېټو ته په بندرونو او مېشت ځایونو کې د بېړنیو خدماتو وړاندې کولو دنده سپارل شوې چې راستنېدوکو هیوادوالو ته د تثبیت، ثبت او استقبال، د څښلو اوبو برابرولو، خوړو، لنډمهاله مېشتېدنې او تر اصلي ځايونو پورې د دوی د لېږد او پاتې نورو کمېټو ته د کډوالو د اړتیا وړ ضرورتونو له هغې ډلې د دوی ښوونې او روزنې ته د رسیدګۍ، دایمي مېشتېدنې (د ښارګوټو جوړول او د استوګنې نمرو وېش) او نور اړین خدمتونه په غوره ډول ترسره کړي.
د یاد ښارګوټي د پرانیستې مراسمو په پای کې یو شمېر راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې د نمرو فورمې هم ووېشل شوې.#