د ریاست الوزراء اداري مرستیال بیت الله شریف ته د افغان حاجیانو لومړني کاروان د مخه ښې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال بیت الله شریف ته د افغان حاجیانو لومړني کاروان د مخه ښې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون بیت الله شریف ته د افغان حاجیانو د لومړي کاروان د مخه ښې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لورې په کابل بین المللي هوايي ډګر کې جوړ شوي وو، د یاد وزارت سرپرست محترم شیخ دکتور نورمحمد ثاقب، د کابینې یو شمېر غړو او د اسلامي امارت مسؤلینو هم حضور درلود.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په یادو مراسمو کې د حج ملي کمېټې، د ارشاد، حج او اوقافو او عامې روغتیا وزارتونو او کابل هوايي ډګر د مسؤلینو، د امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي ځواکونو، هوايي شرکتونو او د افغان حاجیانو د پروازونو د لېږد او تنظیم، د دغه معنوي سفر د مقدماتو د برابرولو، روغتیایي خدماتو، مسکن، خوړو او د حج مناسکو د ورزده کولو په موخه د معلمینو او نورو اړوند ادارو زحمتونه او هڅې وستایلې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال هیله څرګنده کړه، چې اړوند ارګانونه دې د تېرو کلونو په پرتله سږکال افغان حاجیانو ته غوره خدمات او اسانتیاوې چمتو کړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، افغان حاجیان په دغو معنوي مراسمو کې د افغانستان د ملت او ټولنې سفیران او استازي دي او له دوی یې وغوښتل چې د حسنه اخلاقو د مراعتولو ترڅنګ له صبر او زغم کار واخلي او د کوربه هیواد اصولو او قوانینو ته دې درناوی وکړي.

همداراز د ریاست الوزراء اداري مرستیال افغان حاجیانو ته د بریا او د حج فریضې قبولۍ د دعا ترڅنګ له دوی وغوښتل چې بیت الله شریف کې دې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او پايښت او د اسلامي امارت مسؤلینو ته په ورسپارل شویو چارو او خلکو ته د خدمت په برخو کې د بریالیتوب دعا وکړي.#