د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار د هډې فارم يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار د هډې فارم يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د هډې فارم سيمې له یو شمېر مشرانو او متنفذينو سره وکتل. 

په دې ناسته کې راغلو مشرانو او متنفذينو وویل، په کمه موده کې د اسلامي امارت لويې لاسته راوړنې د ستايلو دي او په بشپړ ډول د اسلامي نظام د کورني او بهرني سياست ملاتړ کوي. 

هغوی زیاته کړه، هماغسې چې افغان ولس د اشغال په موده کې له مجاهدینو سره اوږه پر اوږه ولاړ و، اوس د اسلامي نظام د بقا او ثبات لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

دوی د خپلې سیمې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل. 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان وروسته له ډېرو کړاوونو او تکلیفونو د ارام ساه اخیستې ده، چې باید ټول افغانان یې د ابادۍ لپاره سره یو موټی شو. 

نوموړي زیاته کړه، افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی، امنیت تأمین دی، هر افغان ته خپل حق ور رسېږي او په ډېرو کمو امکاناتو د بیا رغونې او ابادۍ لوی کارونه شروع شوي دي.

محترم مولوي عبدالکبیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې پر ستونزو او وړاندیزونو به یې غور وشي.#