د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د رسنیزو فعالانو او فرهنګیانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د رسنیزو فعالانو او فرهنګیانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر فرهنګیانو او د رسنیو فعالانو سره وکتل. 

د دې کتنې په پیل کې محترم مولوي نعیم الحق حقاني د نورو په استازیتوب د هیواد د فرهنګي او مطبوعاتي وضعیت په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د مسؤلینو اقدامات وستایل.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت د رهبري د بې درېغه هڅو په پایله کې ډېر ښه کارونه شوي چې فرهنګ او مطبوعات هم په کې شاملېږي، خو دا چاره جمعي اطلاع رسولو ته اړتیا لري څو د مغرضو اشخاصو د منفي تبلیغاتو مخنیوی وشي.

محترم مولوي نعیم الحق حقاني د مطبوعاتو پر وړاند ځینو ننګونو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې د حل په اړه یې لازم اقدامات وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنه خوښي څرګنده کړه وې ویل، د فرهنګ اهل او رسنیز فعالان زموږ د ټولنې واقعې مبارزین دي چې په خپل قلم او فکري مبازې توانېدلي د عمومي اذهانو په تنویر کې مهم رول ولوبوي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي له فرهنګیانو او مطبوعاتي فعالانو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ دوی ته ډاډ ورکړ چې د فرهنګي او رسنیزو چارو په اړه به یې وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.#