د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښین د بغلان والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
د کتنې په پيل کې محترم مولوي عبدالرحمن حقاني د بغلان ولايت د ټولنيز او امنيتي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه معلومات ورکړل.
د بغلان والي وويل، مجاهدين او په دې ولايت کې د اسلامي امارت مسؤلين تل د خلکو په خدمت کې دي او هڅه کوي امنيت تأمين او خلک هوسا واوسي.
نوموړي همداراز د انکشافي چارو، روغتيا او کارموندنې په برخو کې د خلکو غوښتنې او له ګاونډيو هيوادونو څخه اجباري رااېستل شویو هيوادوالو ته د رسیدګي موضوع مطرح کړه.
ورپسې د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت د امنيت تأمين، د خلکو چارو ته رسيدګي او همداراز له ګاونډيو هيوادونو څخه د راستنو شويو هيوادوالو د ستونزو حل خپل مسؤليتونه بولي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زیاته کړه، اسلامي امارت ترخپله وسه او امکاناتو د بغلان د خلکو د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کولو لازم اقدامات کوي.