راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو د جلب او جذب کمېټې له رئیس او غړو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو د جلب او جذب کمېټې له رئیس او غړو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې له رئیس او د اقتصاد وزارت سرپرست محترم قاري دین محمد حنیف او د یادې کمېټې له غړو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې د ترسره شویو چارو د ارزونې او د دوی د کارونو د لا زیات مؤثریت په موخه جوړه شوې وه، د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یادې کمېټې فعالیتونه او کړنې وستایلې.

په دې ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ او دوی ته د غوره خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ د مرستو د جلب او جذب بهیر د روڼتیا او چټکتیا په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول شول.#