د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي چين ولسي جمهوریت ته د خپل سفر پر مهال، نن د یون نن ولایت د کرنیزو علومو اکاډمۍ او د کونمینګ ښار د درملو تحقیقاتي مرکز بېلابېلې برخې وکتلې.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې مل پلاوي یې هم حضور درلود، د دې کتنو پر مهال په دغو مرکزونو کې د کرنیزو او نړۍ د طبي علومو په برخه کې ترسره شوي علمي تحقیقات د مهمو اکتشافاتو او لاسته راوړنو له ډلې وبلل او د افغانستان له علمي او تحقیقي مرکزونو سره یې د ذکر شویو مرکزونو د علمي او تحقیقي تجربو د شریکولو غوښتنه وکړه.#