د رياست الوزراء اداري مرستيال د هرات والي سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د هرات والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د هرات والي محترم شیخ نور احمد اسلام‌جار سره وکتل.

په دې کتنه لومړی محترم شیخ نور احمد اسلام‌جار په هرات کې د اسلامي امارت د مسئولینو د فعالیتونو او کړنو په اړه د رياست الوزراء اداري مرستيال ته راپور ورکړ.

نوموړي زیاته کړه، په دې ولایت کې د اسلامي امارت مجاهدین او مسئولین تل د خلکو د ټولنیزې هوسایي د تامین او د ستونزو د حل کوښښ کوي.

د هرات والي وویل، په دې وروستیو کې د اسلام کلا له لارې هیواد ته د کډوالو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي او مسئولین له ځنډ پرته راستنو شویو هیوادوالو ته خدمات برابروي، ترڅو هغوی په ارامي او ډاډ خپلو ولایتونو او سیمو ته ولېږدول شي.

نوموړي همدارنګه له کډوالو سره د دې ولایت د اوسېدونکو د مرستو یادونه وکړه او وې ویل، کډوالو ته د هوسایي د تامین لپاره به خپل ټول وس وکړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هرات والي سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ راستنو شویو کډوالو ته د رسیدګي په برخه کې د یاد ولایت د مجاهدینو او مسئولینو فعالیتونه او کړنې وستایلې.

د رياست الوزراء اداري مرستيال زیاته کړه، له ایران څخه د مهاجرینو د رااېستلو بهیر د تېزوالي باوجود اسلامي امارت د هرات د شریفو خلکو په همکارۍ توانېدلی چې د کډوالو موضوع ښه مدیریت کړي، نو د اسلامي امارت د سیمه ییزو مسئولینو او د هرات د متدینو خلکو د زحمتونو او کوښښونو مننه او قدرداني کوو.