محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د اذربایجان هېواد د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه بندر امکانات او د انتقالاتو بهیر له نږدې ولیدل او له اذربایجاني مسؤلینو یې وغوښتل چې له دې لارې د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د دغې لیدنې پرمهال چې د باکو نړیوال بحري بندر او اوسپنې پټلۍ مسؤلینو حضور درلود، دوی وویل، د دغه بندر له لارې چې د لاجوردو دهلیز په مسیر کې موقعیت لري، ترکیې او اروپا ته د افغانستان د صنعتي توکو، کرنیزو محصولاتو او کاني توکو صادراتو ته چمتو دي. دوی همداراز د اوسپنې پټلۍ په واسطه د ایران له لارې روسیې ته هم د افغانستان د سوداګریزو توکو انتقالاتو ته چمتووالی وښود.
د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو ګډې تخنیکي کمېټې وټاکلې، څو د یاد بندر له لارې د ګډې سوداګرۍ او ترانزيټ د رامنځته کېدو په موخه موجوده امکانات او ترانسپورټي لارې و ارزوي او د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.
د باکو نړیوال بحري بندر اوسمهال په کلني ډول د ۱۵ میلیون ټنه توکو د انتقال ظرفیت لري، چې په راتلونکي کې به دا کچه ۲۵ میلیون ټنه توکو ته ورسېږي.#