عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د استخباراتو د عمومي ریاست د مسؤلینو لپاره په مشترک جوړ شوي یوه ورځني روزنیز او اصلاحي سمینار کې چې د استخباراتو لوی ریاست افراطفي مرستیال، او د استخباراتو د لوی ریاست اړوند د ریاستونو رئیسانو پکې برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه.
سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سمینار ګډونوالو ته په اسلامي نظام کې د استخباراتو پر ارزښت، اهمیت او ضرورت ارزښتناکه وینا وکړه او استخبارات یې د حکومت د ملا تیر وباله.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، لکه څرنګه چې اسلامي نظام د جهاد او قربانیو په نتیجه کې منځته راغلی دی، نو د اسلامي نظام استخبارات مکلفیت لري، چې ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي چې د اسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه، چې استخبارات باید هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې په اعلانیه او په پټه د اسلامي او دیني شعایرو سپکاوی او توهین وکړي، استخبارات د نورو ادارو سره په ګډه باید د شریعت په تطبیق او خلکو د ذهنونو په جوړلو کې ډیر کوښښ وکړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلي وینا په اخیر کې د استخباراتو مسؤلینو ته، د خلکو سره په رحم کولو، له ولس سره په ښه چلند کولو، په شبهاتو د خلکو نه نیولو، د بندیانو سره په ظلم نه کولو، په سِر او راز پټولو او همدارنګه په شریعت د استقامت کولو توصیې وکړې.
وروسته سمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد والسلام.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
نېټه: ۱۲/ذوالقعده/۱۴۴۶ هـ ق