د ریاست الوزرا اداري مرستیال هیواد ته له راستنو شویو یو شمېر افغان کادرونو او متخصصینو سره وکتل

د ریاست الوزرا اداري مرستیال هیواد ته له راستنو شویو یو شمېر افغان کادرونو او متخصصینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په امریکا او اروپا کې له مېشتو یو شمېر افغان کادرونو او متخصصینو سره چې کلونه وروسته بېرته هیواد ته راستانه شوي، وکتل.
په دې کتنه کې، انجینر عبدالقدیر مهمند او ډاکتر عبدالمتین د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په هیواد کې یې د سولې په ټینګښت، ارامۍ او امنیت خوښي وښوده.
‏هغوی وویل، هیواد او خلکو ته د خدمت په موخه بېرته هیواد ته ستانه شوي او غواړي د اسلامي نظام په تړاو خپل مسوولیت ترسره کړي.
همداراز هغوی په مختلفو برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه د ریاست الوزرا مرستیال سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي هیواد ته د بېرته راستنېدو او هیوادپالنې احساس په اړه له هغوی د مننې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د هیواد د ابادۍ او هوساینې لپاره ټولې هڅې کوي او په ځانګړي ډول له هیواد څخه بهر مېشتو کادرونو ته ښه زمینه برابروي، ترڅو د خپل هیواد په ابادۍ او بیارغاونه کې برخه واخلي.