د ریاست الوزارء اداري مرستیال د ننګرهار والي سره وکتل

د ریاست الوزارء اداري مرستیال د ننګرهار والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزارء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د ننګرهار والي محترم الحاج ملا ګل محمد سره وکتل.

په دې کتنه کې د ننګرهار والي محترم الحاج ملا ګل محمد د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزارء اداري مرستیال ته د راپور ورکولو ترڅنګ د ښوونې او روزنې، روغتیا او پراختیایي برنامو په اړه د یاد ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل. 

د ننګرهار والي وویل، د یاد ولایت مسئولین تل د خلکو د ستونزو د حل او هغوی ته د خدماتو برابرولو کوښښ کوي او په عمري کمپ کې راستنو شویو کډوالو ته د بېلابېلو خدماتو برابرېدل ادامه لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام د ننګرهار اوسېدونکو ته د خدماتو برابرولو ، د هغوی د ستونزو د حل او په ځانګړې توګه راستنوشویو کډوالو ته د اړینو خدماتو په برخه کې د یاد ولایت د مجاهدینو او مسئولینو کړنې او اجرات وستایل.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ننګرهار ولایت د خلکو غوښتنو او وړاندیزونو ته په اشارې د یاد ولایت والي محترم الحاج ملا ګل محمد ته د چارو د لاښه والي او د خلکو د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.