د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو پيل پرانیسته وکړه.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې نن په لغمان ولایت کې د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام اخلو، دا به نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دې سیمې مقاومت لوړ کړي؛ بلکې د پاکې او پایښت لرونکې انرژۍ په برخه کې به هم د هېواد اړتیا تر يو حده پوره کړي.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د برېښنا سکتور په برخه کې خودکفايۍ ته د رسېدو په موخه د دې پروژې په څېر مهم ګامونه اخیستي چې دا نه یوازې د برېښنا د تولید؛ بلکې د ملي اقتصاد، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب، د کاري فرصتونو د ایجاد او هېوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې مهم ګام دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، څه موده وړاندې د هېواد په کچه د برېښنا د تولید د اوو مهمو پروژو قراردادونه لاسلیک شول، چې مجموعي ظرفیت یې څه باندې ۲۲۸ میګاواټو ته رسېږي. دا د هېواد په کچه د برېښنا د تولید په برخه کې یو بېساری ګام دی چې دا پروژه یې هم برخه ده.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د پيل مراسمو ته وویل، د اسلامي امارت اقتصادي ستراتیژي پر دې ولاړه ده، ترڅو هېواد له بهرنۍ اړتیا خلاص او د خپلو موجودو کورنیو ظرفیتونو پر مټ خودکفایۍ ته ورسېږي. دا چې برېښنا د یو هېواد د اقتصادي ودې د ملا تیر بلل کېږي، په همدې موخه د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسیو په سر کې ځای لري.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، د افغانستان ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا ده چې دا نه یوازې قېمته تمامیږي، بلکې له هېواد څخه په زیاته اندازه د اسعارو د وتلو عامل هم ګرځي. له همدې امله د برېښنا دا ډول پروژې کولی شي چې هېواد په تدریجي ډول د برېښنا په برخه کې خودکفایۍ ته ورسوي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې د اقتصادي او پانګونې پروژو د پيل او بشپړولو لپاره امنیت تر ټولو مهم وباله او پانګوالو ته یې په دې برخه کې د اسلامي امارت له لوري پوره اطمینان ورکړ.
په پای کې، محترم ملا صاحب له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې په مختلفو په ځانګړي ډول د برېښنا سکټور په برخه کې پانګونه وکړي. اسلامي امارت په دې برخه کې ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین الوزارتي کمېټه کوښښ کوي چې په هېواد کې د پانګونې پروسې لنډې او پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژې د خصوصي سکټور له لوري شپږ میلیون ډالر پانګونه کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو د برېښنا ستونزه تر يوې اندازې حل او صنعتي فعالیتونه به ورسره پراختيا ومومي.#