د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د عامې روغتيا، لوړو زده کړو او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا په افغانستان کې د ريکشو د تولید پر جوړې شوې طرحې بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه.#