د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ښاغلي ټام فلیچر سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی ښاغلي ټام فلیچر افغانستان ته په خپل سفر خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د امنیت د تامین او د ترسره شویو چارو ستاینه وکړه.
ښاغلي فلیچر وویل، افغانان مرستو او همکارۍ ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو سازمان په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته د مرستو رسولو کوښښ کوي.
په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي زیاته کړه، په افغانستان کې زیات مثبت بدلونونه راغلي چې شخصا مې له نږدې ولیدل او په دې حقایقو سترګې پټول له انصاف څخه لیرې دي.
نوموړي همدارنګه اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو سازمان د همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې لویې پراختیایي پروژې عملي شي ترڅو د هغو په پایله کې د دې هیواد خلک په راتلونکي کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا ونه لري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي ټام فلیچر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو سره د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو مننه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د اسلامي امارت رهبري او مسئولین د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو د رفع کولو او اقتصادي ودې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان مهاجرینو رااېستلو ته هم اشاره وکړه او وې ویل، دا پروسه د ګاونډیتوب اصولو او بین المللي قوانینو سره په تضاد کې ده چې په دوه اړخیزو اړیکو یې منفي اغېز کړی. هیله ده ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال همدارنګه وویل د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د نېکو، په متقابل درناوي ولاړو او اقتصاد محوره اړیکو غوښتونکی دی.