ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا  ۱۸ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې تعدیل او منظور کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې تعدیل او منظور کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. 

د ملي تدارکاتو کمېسیون دغه نوبتي غونډه چې نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه، له اجنډا سره سم ۲۷ پروژې په کې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۱۸ پروژې تعدیل، درې منظور او درې لغوه شوې. 

همدارنګه د درېیو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې چې له ګټونکو شرکتونو سره د پروژو د قېمتونو په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري «افغان کندمک شرکت» د دوه کلونو او «رفیع خالد تجارتي شرکت» بیا د شپږو میاشتو لپاره د تخلفاتو له امله په هر ډول پروژو کې له ګډون کولو محروم شول. 

یادو شرکتونو د اړوندو وزارتونو او ادارو له شرایطو سره تر موافقې وروسته دوه پروژې ګټلې او د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري ورته منظورې شوې وې، چې دوی یې په ټاکلو قیمتونو او تدارکاتي شرایطو تطبیق او بشپړولو څخه انصراف وکړ چې په ملي پروژو کې د ځنډ لامل وګرځېدل.

په تعدیل شوو او منظور شوو پروژو کې د قوش‌تېپې کانال یوه برخه، د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د نهر السراج کانال لومړی لاټ، د کندهار – سپین بولدک د دویمې برخې سړک، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وسایل او همداراز په لرې پرتو سیمو کې د باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کول شامل دي. د یادو پروژو لګښت شاوخوا ۱۸ میلیارد افغانیو ته رسېږي چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.