د رياست الوزراء اداري مرستيال له اهل تشیع علماوو او متنفذینو سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال له اهل تشیع علماوو او متنفذینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین له یو شمېر اهل تشیع علماوو او متنفذینو سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړی یادو علماوو او متنفذینو په هیواد کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د مسئولینو هڅو او سرښندنو او ترسره شویو پراختیایي چارو ته په اشارې وویل، دغو صادقانه زحمتونو او کوښښونو د افغانانو ته زیاته هیله مندي ورکړې.

هغوی هیله څرګنده کړه چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د پراختیایي پروژو له تطبیق سره به خلکو ته کاري زمینې برابرې او بهرنیو هیوادونو ته د ځوانانو د تګ مخنیوی وشي.

په دې کتنه کې هغو همدارنګه ځینې ټولنیزې ننګونې او مسایل یاد کړل او هغو ته یې د اسلامي امارت د مسئولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له اهل تشیع علماوو او متنفذینو سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، اسلامي امارت د افغان ملت خدمت ته ژمن دی، خلکو ته د هوسایي برابرولو او د هغوی د ستونزو په له منځه وړلو کې به خپلې هڅې درېغ نه کړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال څرګنده کړه، د اسلامي امارت مسئولین خپلو امکاناتو ته په پام کوښښ کوي چې د هیواد په ټولو سیمو کې پراختیایي برنامې عادلانه تطبیق، افغان ملت ورڅخه مستفید او هیواد د پرمختګ لورته سوق شي.