د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په افغانستان کې د ایمرجنسي سازمان عمومي رئیس سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په افغانستان کې د ایمرجنسي سازمان عمومي رئیس سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د ایمرجنسي خیریه روغتیايي سازمان له عمومي رئیس ښاغلي ډیان پنیک او د ياد سازمان د روابطو مدير محمد اصف سره، په ارګ کې وکتل. 

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په افغانستان کې د یاد سازمان د عام المنفعه او پراخو روغتیایي خدماتو او افغانانو ته د لومړيتوب ورکولو له امله قدرداني وکړه.

ورپسې، ښاغلي ډیان پنیک په افغانستان او نورو هيوادونو کې د ایمرجنسي سازمان د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل. 

نوموړي زیاته کړه، ايمرجنسي سازمان په افغانستان کې پخوا د جګړې د ټپيانو درملنه کوله او اوس د ترافیکي او نورو (ټروما) پېښو د ټپیانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه لري. ټول روغتیایي خدمات، جراحي عملیات او درمل یې وړیا دي. 

همداراز نوموړي د راتلونکو کلونو د بودجې، د ډونرانو د توجه جلبولو او پلانونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل. 

محترم الحاج ډاکتر ملا عبدالواسع د ایمرجنسي سازمان عمومي رئیس ته په خطاب کې وویل: هر سازمان یا وګړی چې د عوامو د رفاه او سهولت هڅه کوي، موږ یې هر اړخيز ملاتړ کوو. هیله ده چې تاسو خپلې چارې په روغتیا او نورو عامه المنفعه برخو کې دوامداره وساتئ.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په پای کې وویل، اسلامي امارت د ياد سازمان تر څنګ د ټولو نورو هغو سازمانونو د خدماتو ملاتړ کوي او اسانتياوې ورته برابروي، چې د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره فعاليت کوي.#