د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تایید شوه

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تایید شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. 

غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه. 

د یادې پالیسي لیدلوری (پر اسلامي اقتصادي نظام ولاړ پرمختللی او سوکاله افغانستان) او موخې یې (د پانګونې د جذب او پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول؛ د کورنیو تولیداتو او صادراتو زیاتول؛ د اشتغال کچې لوړول او د بې‌وزلۍ کمول؛ پایداره اقتصادي پراختیا او وده؛ د اقتصادي ثبات، سوکالي او اسلامي ټولنیز عدالت ټینګښت) دي. 

اقتصادي پالیسي به د هېواد د اقتصادي فعالیتونو په همغږي کولو، له منابعو څخه د غوره ګټې اخیستنې او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې مهم رول ولري.

همداراز په غونډه کې مالیې وزارت ته هدایت وشو، څو د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اړوند ۱۳ کلیو ته د برېښنا شبکې غځولو پروژې ته په ۱۴۰۴ مالي کال کې د اړتیا وړ بودیجه ځانګړې او د افغانستان برېښنا شرکت یاده پروژه تطبیق کړي.

د غونډې په پای کې په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د اته پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۷۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي چې ټولټال به ۸۷۸ دوکانونه ولري. 

همدارنګه په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم تایید شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د معیاري سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۹۶ میلیون افغانۍ پانګونه کوي. 

پورته تصامیم د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب دفتر ته واستول شول.