د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د خصوصي سکتور له لوري راستنېدونکو هیوادوالو ته د کارموندنې په کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
په یاد کنفرانس کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول راستنېدونکو وطنوالو ته چې په اجباري ډول له ګاونډیو او نورو هیوادونو څخه اخراجېږي، د کار موندنې او اشتغالزایي مسئله ډېره مهمه ده، لازمه ده دې برخه ته جدي پاملرنه وشي ترڅو وتوانېږو د مهاجرینو موضوع په سمه توګه حل کړو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې د کار ملي کنفرانس ته په اشارې چې د پوهنتون استادانو او متخصصینو پکې حضور درلود وویل، هره هغه طرحه چې د سوداګرو او خبیرو اشخاصو له لورې د هیواد دننه یا بهر مهاجرینو ته د کار موندنې او اشتغالزایي لپاره وړاندې کېږي موږ یې تود هرکلی کوو، همدا راز هڅې کوو د یادې موضوع د حل لپاره له دې نظریاتو څخه مناسبې تګلارې ومومو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د هغو سوداګرو او صنعت کارانو لپاره چې غواړي هیواد ته راستانه شي د پانګونې د اسانتیا په موخه موظفو کمېټو پام وړ کارونه کړي دي، تر اوسه ۲۹ تنه سوداګر او صنعت کاران چې له هیواده بهر یې شرکتونه او فابریکې لرلې هیواد ته راستانه او له دغو اسانتیاؤ برخمن شوي دي.
نوموړي وویل، د هغو سوداګرو او صنعت کارانو لپاره چې فابریکې او تأسیسات یې له بهر څخه هیواد ته را لېږدولي د پنځو کلونو لپاره مالیاتي معافیت، د دوی د ماشنیرۍ لپاره ګمرکي معافیت، له هر ډول تعرفې پرته د افغانستان لاس دوه عراده موټرو را لېږدول، د موجوده توکو د ګمرکي او مالیاتي محصول معافیت، د یوې نمرې ځمکې وېش، هغو انجنیرانو ته چې له بهره هیواد ته راځي د دوه کلنې ویزې صادرول، د کور او په صنعتي پارک کې د ځمکې مختصول، بانکي اسانتیاوې او په معادنو او کرنه کې د پانګونې د لاسرسي حق په پام کې نیول شوی دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هڅو په پایله کې ټاکل شوی د قطر هیواد ۷۰۰ تنو افغان کارګرانو ته ویزې صادر کړي چې دوی به په رسمي توګه یاد هیواد ته واستول شي. همدا راز هیله لرم له یوه بل سره په همکارۍ ټولو وطنوالو په ځانګړي ډول راستنېدونکو ته زیات کاري فرصتونه ایجاد کړو.#