د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د اذربایجان په خنکندي ښار کې د ازبکستان ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف سره وکتل.
په دې ليدنه کې، دواړو لوريو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ او برېښنا خبرې وکړې.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په لومړي سر کې پر نړیوال سټېج د افغانستان په اړه د ازبکستان جمهوریت له مثبت او واقعبینانه موقف څخه مننه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د تلپاتې ښو اړیکو غوښتنه وکړه.
محترم ملا صاحب وویل: دا مهال د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده، چې د پخوا په نسبت ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. موږ هیله لرو چې دا کچه په راتلونکي کې دوه میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ازبکستاني لوري وغوښتل چې د ازبکستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغاني توکو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې دواړه ګاونډي هیوادونه د اقتصادي ثبات، زېربنايي پراختیا او ښېرازۍ لپاره د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمه ییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې یو ځای کار وکړي.
ورپسې د ازبکستان ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف خبرې وکړې او وې ويل، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پرمختګونه شوي او ازبکستان په نړیوالو سټیجونو د افغانستان رښتيني واقعیتونه بیان کړي او هڅه کوي دا واقعیتونه تر نړیوالو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو پورې ورسوي.
ښاغلي میرضیایف زیاته کړه، هیواد یې په افغانستان کې د مزارشریف – هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژه، د نساجي فابریکو جوړولو، د سمنټو تولید، د تېلو د تصفیې کارخونو، د مالګې کانونو استخراج او پروسس، الکترونیکي حکومتولۍ او نورو سکتورونو کې پانګونې ته چمتووالی لري.
هغه وویل، چمتو دي د افغانستان له لوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژې د چارو په ژر بشپړېدو سره افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا اندازه هم زیاته کړي.
شوکت میرضیایف وویل، خپلو مسؤلينو ته به ځانګړی هدایت وکړي، ترڅو د ازبکستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغاني توکو په ځانګړي ډول کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړي د دواړو هیوادونو ترمنځ د بانکي انتقالاتو، افغانانو ته د ویزو ورکړې او همداراز د دواړو هیوادونو ترمنځ ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې د افغانستان د توکو د پلور لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د دغه مرکز پر پراختیا هم ټینګار وکړ.
همداراز دواړو لوريو تر کار لاندې مواردو کې د عملي کار د پیل لپاره د ځانګړو چینلونو پر ایجاد او تقویې هم موافقه وکړه.
په پای کې دواړو لوريو په يادو برخو کې د پرمختګ او تعقیب په موخه د افغانستان له لوري د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ازبکستان له لوري د دغه هیواد د لومړي وزیر په مشرۍ د ګډ ګروپ په رامنځته کولو موافقه وکړه، چې په هرو درېیو میاشتو کې به یو ځل غونډه کوي او د کمېټو له لارې به د ترسره شویو کارونو پرمختګ او څرنګوالی ارزوي.#