د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او مخورو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې دوی د یادې ولسوالۍ د اجتماعي او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې وکړې، د خدماتو وړاندې کولو او د خلکو د امنیت د تأمین په برخه کې یې د اسلامي امارت د مسؤلینو او مجاهدینو قدرداني وکړه.
دوی د ښوونې او روزنې، روغتیا او انکشافي چارو لکه د سړکونو او د اوبو بندونو جوړولو په برخو کې د خلکو غوښتنې شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ګرزیوان ولسوالۍ راغلو علماؤ او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امنیت تأمین او خلکو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو وبلل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دوی د غوښتنو په اړه وویل، د سړکونو او د اوبو بندونو جوړولو په څېر شریک شوي موضوعات د هیواد په پراختیا او ابادۍ کې ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت به د امکان ترحده په ذکر شویو برخو کې لازم اقدامات ترسره کړي.#