د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د قطر سفیر محترم سعيد بن مبارک الخيارين سره د مخه ښې کتنه وکړه.
په دې کتنه کې محترم سعید بن مبارک الخیارین د افغانستان او قطر د دوستانه، دیني او تاریخي اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، هیله من دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دا اړیکې په بېلابېلو برخو کې تر پخوا زیاتې پراخه او پیاوړې شي.
ورپسې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د محترم سعید بن مبارک الخیارین د کړنو او فعالیتونو د قدرداني ترڅنګ وویل، دا مهال په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د سوداګرۍ او پانګونې ښې زمینې برابرې دي او د بېلابېلو هیوادونو په ځانګړي ډول د قطر هیواد له پانګوالو غواړو چې په افغانستان کې د کرنې، انرژي او کانونو رااېستلو په برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د ماموریت پرمهال د محترم سعید بن مبارک الخیارین هڅې وستایلې او نوموړي ته یې په راتلونکو ماموریتونو کې د بریا هیله وکړه.