د هېواد د بچیانو د راتلونکې اصلي معمار (ښوونکي) د ورځې مبارکي ټولو محترمو ښوونکو، استادانو او مدرسینو ته وایم.
په اسلام کې ښوونکی له ځانګړي اهمیت او مقام څخه برخمن دی. ښوونکی او عالم داسلام مقدس دین له نظره ډېر لوړ مقام لري. نبي علیه السلام فرمایي: ((العلماء ورثة الانبیاء)) یعنې: عالمان د انبیاوو علیهم السلام وارثان دی، هر مسلمان ښوونکی د انبیاوو وارث دی. الله رب العزت په خپل کتاب کې په ډېرو ځایونو کې د ښوونکي او استاد ستاینې او ځانګړتیاوې یادې کړې دې. معلم د یوې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، ځکه د ټولنې هر وګړی که هر مقام ته رسیږي د معلم د زحمتونو او کوښښونو له برکته دی.
دا معلم دی چې یو ټولنه د سواد لوري ته بیايي، د سواد په ګاڼه یې سمبالوي، د انسان او حیوان ترمنځ توپیر پیدا کوي، خپله خوښي د بل د خوښیو لپاره قربانوي، خلک د ښه فکر او ښه احساس خاوندان کوي، دا د معلم برکت دی، چې انسان تر لوړ مقام رسېږي، دا معلم دی چې په انسان کې د دین دوستۍ او رباط په اړه حس ژوندی کوي او شاګرد د ټولنې د ګټو لپاره هڅوي.
د معلم له برکته انسان خپل اهداف په اسانۍ سره ترلاسه کوي، د اسلام په مبين دين کې د معلم مقام او مرتبه ډېره لوړه ده، ځکه چې پخپله الله جل لومړی تعليم ورکوونکی دی او ځانته یې د ښوونکي لوړ نوم ورکړی دی، لکه چې فرمايي: ((وعلم ادم الاسماءکلها)) یعنې ادم عليه السلام ته یې د ټولو شیانو نومونه وروښودل.
بل ځای فرمايي: ((الرحمن علم القران خلق الانسان علمه البيان)) یعنې: هغه رحمن ذات قران ښودلی دی، پيدا کړ ی یې دی انسان، بيا يې بیان ورښودلی دی. يعنې الله جل جلاله انسان پيدا کړی او بيا يې د نورو نعمتونو او احساناتو ترڅنګ تر ټولو لوی او ست نعمت چې له علم او پوهې څخه عبارت دی، وروښود.
پيغمبر عليه السلام دنيا ته د معلم (ښوونکي) په صفت راستول شويدی، ترڅو خپل امت ته د نجات او کاميابي لاره وښيي او له هلاکت څخه يې وساتي لکه چې فرمايي: «وإِنَّمَا بُعِثْتُ مُعَلِّمًا» یعنې یقینا زه د مقلم په توګه لېږل شوی یم.
له نیکه مرغه په هیواد کې د اسلامي نظام په ټېنګښت سره داسې مهال د ښوونکي ورځ نمانځو چې د سرتاسري امنیت له امله په لرې پرتو سیمو کې هم ښوونځي پرانیستل شوي، د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې د جګړو له امله محرومو سیمو ته دیني او عصري علوم رسیدلي او زرګونه ښځينه او نارینه ښوونکي او مدرسین ګمارل شوي دي.
اسلامي امارت د افغانستان د محترم ښوونکیو د ژوند ښه کولو، د امتیازاتو لوړولو او د هغوی د ظرفیتونو او اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به د امکاناتو په محدوده کې ګامونه واخیستل شي.
د ښوونکي نړیواله ورځ دې بیا هم ټولو محترمو ښوونکو، مدرسینو او استادانو ته مبارک وي.
مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال