بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم
په خواشینۍ سره چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ډېرو ورښتونو او سېلابونو له امله زموږ لسګونه هیوادوال شهیدان، زخمیان، یوشمېر نادرکه، بې شمېره کورونه، کروندې، باغونه ویجاړ او زرګونه کورني ژوي له منځه تللي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت له هېوادوالو سره په دې غم کې ځان شریک بولي، له الله تعالی نه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپيآنو ته کامله شفا او متضررینو ته جمیل صبر غواړي.
د دولت په چارو کې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي وزارت، سرې میاشتې، اړونده والي صاحبانو او نورو ټولو هغو ادارو او هېوادوالو څخه مننه کوو، چې له زیانمنو شویو کورنیو او هېوادوالو سره یې په وخت مرستې وکړې اوهغوی یې وژغول .
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت له ټولو کورنیو او بهرنیو خیریه ټولنو او مرستندویه ادارو څخه غواړي چې د متوجه ګواښونو په نظر کې نیولو سره له افغانانو سره مرستې وکړي.
په پای کې یو ځل بیا ټولو متضررو هېوادوالو او د شهیدانو وارثانو ته تسلیت وایم او له پاک رب څخه ورته اجر عظیم غواړم.
مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال