په ډېرې خواشینۍ سره چې په بغلان، بدخشان، غور، فاریاب، دایکنډي او د هیواد په نورو سیمو کې شديدو ورښتونو او سېلابونو زموږ هیوادوال ځپلي او هغوی ته يې درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
له بده مرغه په دې پېښو کې زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان شوي، زرګونو کورونه، جريبونه کرنیزې ځمکې، باغونه او عامه تأسیسات ويجاړ شوي او زرګونه څاروي هم تلف شوي دي. پر اوښتو تلفاتو سخت خواشينی يم.
له ټولو هغو دوستو هيوادونو، کورنیو او بهرنیو ادارو، پانګوالو، سوداګرو او هیوادوالو څخه مننه کوم، چې د زیانمنو شویو کورنیو د ژغورلو لپاره یې هڅې کړي او هغوی ته یې بېړنۍ مرستې رسولې دي.
اسلامي امارت له خپلو ټولو ممکنه امکاناتو څخه په استفادې د خپلو هیوادوالو د ژغورلو او زیانمنو شویو کورنیو ته د بېړنیو مرستو رسولو هڅې کوي؛ خو په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو شدت او د سېلابونو له امله د رامنځته شویو زیانونو وسعت ته په کتو، افغانستان لا ډېرو عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ له ټولو دوستو هیوادونو او نړیوالو مرستندویه ادارو څخه غواړو چې له بېځايه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
له خپلو شمتنو هیوادوالو څخه هم غواړو چې د زیانمنو شویو کورنیو لاسنیوی وکړي او ټول مسؤلین دې تر خپل وروستي توان پورې، د متضررو هیوادوالو خدمت ترسره کړي.
په پای کې، یو ځل بیا ټول متضررو هیوادوالو ته تسلیت وایم، شهیدانو ته د فردوس جنت او وارثينو ته یې د جمیل صبر دعا کوم.
مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال