په ډېرې خواشینۍ سره چې په کندهار کې د اسلام او افغانستان دښمنانو په یوې چاودنې سره ملکي وګړي هدف وګرځول او له امله يې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپيان شول.
د روژې په مبارکه میاشت کې د بېګناه خلکو هدف ګرځول د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل دی، چې زه یې په کلکه غندم.
د افغانستان دښمنان په دې ډول بریدونو سره غواړي د افغانانو ترمنځ وېره او ډار خپور کړي؛ خو لله الحمد چې افغانان د دوی په دسایسو او اهدافو پوه او خبر دي.
افغانان به هېڅکله هغوی ته په ټولنه کې ځای ورنکړي او نه به په دې ډول بریدونو سره دوی له نابودۍ څخه وژغورل شي.
د دې پېښې شهیدانو ته له پاک رب څخه فردوس جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوم.
مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال