د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر دخواشینۍ پيغام
بسم الله الرحمن الرحیم
په ډېرې خواشینۍ خبر شوم چې یوې زورورې زلزلې د ترکیې او سوریې په څو ښارونو کې سلګونه تنه وژلي، څه باندې دوه زره تنه یې ټپیان کړي او ګڼ نور مالي زیانونه یې اړولي دي .
زه په داسې حال کې چې د ترکیې او سوريې له حکومتونو او ولسونو سره په دې ویر کې ځان شریک بولم او د دغې پېښې شهیدانو ته د الله ج له حضور څخه مغفرت ، ټپیانو ته عاجله شفا او نورو متضررینو ته نعم العوض غواړم ، پر نړیوالې ټولنې غږ کوم چې له زلزله ځپلو سره هر اړخیزې مرستې وکړي .
مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال