د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په پکتيکا، خوست او ځینو نورو ولايتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله هېوادوالو ته د اوښتو زيانونو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي. شهيدانو ته جنت الفردوس، قريبانو ته يې جميل صبر او زخميانو ته له الله ج څخه عاجله شفاء غواړي. د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال چې طبيعي پېښو ته د رسېدو کمېسيون مشري هم پر غاړه لري، ټولو اړوندو ادارو ته امر کړئ، چې د پېښو ځايونو ته ژر ځان ورسوي؛ له ټولو شته امکاناتو کار واخلي؛ د زيانمنو شويو هېوادوالو ژوند وژغوري او هر ډول لازمې مرستې ورسره وکړي.