په ډېرې خواشینۍ سره، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.
انا لله و انا الیه راجعون
له بده مرغه په دې وروستیو کې په هیواد کې ترافیکي پېښې زياتې شوې دي او له امله يې زموږ ګڼ هيوادوال شهیدان او ټپیان کېږي، چې عمده لامل یې د چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي نښو نه رعایتول او لوړ سرعت دی.
زه پر اړوندو ادارو غږ کوم چې د ترافیکي پېښو کمولو او د خلکو ژوند ژغورلو لپاره لازم او بېړني اقدامات ترسره کړي. همداراز له چلوونکو او ترانسپورټي شرکتونو څخه هم په جديت غوښتنه کېږي چې له پوره احتیاط څخه کار واخلي او نور دې د هيوادوالو له ژوند سره لوبې نه کوي. د تکرار په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.
د وروستۍ پېښې ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنيو ته يې د جميل صبر ترڅنګ ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوم.
مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال