بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله و کفی و الصلوة و السلام علی عباده الذین اصطفی. اما بعد:
درنو هیوادوالو او په خاص ډول د کرنې او مالدارۍ د برخې قدرمنو منسوبینو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ډیر د خوښۍ او شکر ځای دی، چې په هیواد کې د څلور نیمو لسیزو له غمیزو وروسته سرتاسري امنیت او د ډاډ او خوښۍ فضا رامنځته شوې او زموږ حکومتي ادارې او عام هیوادوال د هیواد د پرمختګ، اقتصادي انکشاف او ښیرازۍ لپاره هڅې کوي. د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو دغه نندراتون د دې یوه ښه بیلګه ده، چې د هیواد د کروندګرو، مالدارانو او یاد سکتور نورو منسوبینو په نه ستړي کیدونکو هڅو او اغیزناک فعالیت شاهدي ورکوي.
د کرنې او مالدارۍ برخه په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا یو مهم سکتور ګڼل کېږي. په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د هېواد بزګرانو او مالدارانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو په یاده برخه کې خودکفایي ته زمینه برابره شي. اسلامي امارت لکه څنګه چې د مقدس جهاد د اهدافو لاسته راوړلو په موخه په هیواد کې د اسلامي نظام ټینګښت او د ټولنې دیني او معنوي اصلاح او بیارغونې ته کلک تعهد لري، همداسې د هیواد اقتصادي انکشاف، خودکفایي او د نورو له احتیاجه خلاصون هم د یوه مهم هدف په حیث تعقیبوي.
د هېواد کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې او خرڅلاو په موخه د نندارتونونو جوړول د دغو سکټورونو د ودې لپاره یو اغېزناک اقدام دی، چې د کرنې وزارت له خوا په لاره اچول شوی. دغسې برنامې باید نورې هم زیاتې شې تر څو د هیواد د زراعتي تولیداتو د بازار موندنې او پرمختګ په برخه کې مرستندوی شي.
د افغانستان اسلامي امارت پانګوالو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي، موږ د هېواد له ټولو پانګوالو غواړو چې د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او د افغانستان د ځان بسیا کېدو په برخه کې دې په یادو سکټورونو کې پانګونه وکړي.
دغه راز د کرنې او مالدارۍ وزارت په مسؤلینو غږ کوم، دا چې افغانستان یوه زراعتي هیواد دی او د نفوس لویه برخه یې په کرنه او مالدارۍ بوخته ده، باید ټولې هڅې په کار واچول شي، چې د هیواد کروندګرو او مالدارانو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته شي. له دوی سره د اصلاح شویو تخمونو د توزیع، د اوبو سیستم او نهرونو جوړولو، د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د بیلابیلو آفاتو او امراضو د وقایې او د دوی محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې باید خپلې هڅې ونه سپموي.
په پای کې د هیواد کروندګرو او مالدارانو ته یو ځل بیا ډاډ ورکوم چې اسلامي امارت د دوی هراړخیز ملاتړ او مرستې ته ژمنتیا لري او د دوی د کار او فعالیت قدرداني کوي.
ستاسو د موفقیت په هیله
الحاج ملا محمد حسن اخند
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء