په هیواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا د غمشریکۍ او خواخوږۍ پیغام

په هیواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا د غمشریکۍ او خواخوږۍ پیغام

 

په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې تېره شپه د ۱۴۴۳ کال د ذی القعده په ۲۲/۲۳ نېټه په پکتیکا، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې شدیده زلزله وشوه چې له امله یې زموږ یو شمېر هیوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل.
له دې امله، زیانمنو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوم او شهیدانو ته د لوی الله (ج) له دربار څخه د جنت، وارثینو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا دعا کوم.
د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو ته د رسېدګۍ په موخه سل میلیونه افغانۍ مرسته منظور شوې او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت ادارې، ملي دفاع، مالیې، عامې روغتیا او کلیو پراختیا وزارتونو لوړ پوړی پلاوی ګومارل شوی چې پکتیکا او خوست ولایتونو ته سفر او زلزله ځپلو ته پر وخت رسیدګي وکړي.