د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د مبارکۍ پیغام

د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د مبارکۍ پیغام

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د نړیوال پنځوس اوریزه جام په سیالیو کې د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې دغه پرلپسې درېیمه بریا دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي.

سپورت د یووالي او په نړیوال دریځ د افغانانو د وړتیاوو ښودلو غوره وسیله ده او افغان ځوانانو په مختلفو برخو کې د افغانستان غوره تصویر په نړیوال دريځ نندارې ته وړاندې کړی دی.

هیله من یم چې افغان لوبغاړي په راتلونکیو سیالیو کې هم وځلېږي او د افغانستان لپاره ویاړونه ترلاسه کړي.

یو ځل بیا ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم.

 

مولوي عبدالکبیر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال