د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په خوست او پکتیکا کې د شوې زلزلې له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه خواشیني څرګندوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په خوست او پکتیکا کې د رامنځته شوې زلزلې او د هېواد په بېلابېلو ولایاتو کې د را وتلو سېلابونو له امله په رامنځته شویو تلفاتو او زیانونو خواشینی دی. د دغو طبیعي پېښو له امله زموږ یوشمېر هېوادوال شهیدان او ځينې نور ټپيان او لسګونه کورنه ویجاړ شوي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په ټولو اړونده ادارو غږ وکړ، چې هر څه ژر دې په پوره همغږۍ متضررینو ته رسیدګي وکړي.
نوموړي همدارنګه له ټولو نړیوالو مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو څخه غواړي چې له زیانمنو شویو سره عاجلې مرستې وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وروستیو طبیعي پېښو شهیدانو ته د جنت فردوس، ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.