بسم الله الرحمن الرحیم
د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت دبریا دلومړۍ کلیزې په ویاړ د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال محترم مولوی عبدالکبیرپیغام
نېټه: د ۱۴۴۴ ه ق/محرم الحرام ۱۷
و قل جا ءالحق وزهق الباطل ان الباطل کان زهوقا
د امریکا او د هغوی د متحدینو خلاف د افغانستان مجاهد ولس د خپل ګران هېواد دا ویاړلی تاریخ تکرار کړ، چې هر یرغل به د خپل ځواک په اندازه ماتېږي او له دې سپېڅلې خاورې به شړل کېږي، موږ پخپل وار د خپل مجاهد ولس او د اسلامي امارت له قدرمن مشرتابه او سپېڅلو مجاهدینو سره په ګډه ددې تاریخي ورځې د نمانځنې ویاړ ترلاسه کوو. دا ورځ د ګران افغانستان د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت د احیاء ورځ ده، په دې ورځ، افغان قهرمان ولس د شل کلنو سرښندنو په پایله کې، د الله ج د رضا او د سپېڅلي جهاد د بریا لپاره د نه هېرېدونکو قربانیو په پایله کې خپله بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه، نن موږ په ټولو ډګرونو [ سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو ]کې د سیال خپلواک هېواد لرونکي یوو.
په کور دننه د اسلامي امارت مشرتابه دېته ژمن دی چې د افغان ولس بشپړه خپلواکي د شریعت په چوکاټ کې لا هم خوندي کړي، هیڅوک حق نه لري چې د بل افغان پر مال، ځان او نورو ارزښتونو تېری وکړي، ټول افغانان د اسلامي امارت د قوانینو پر وړاندې یو شان محترم دي، هیڅوک پرهیچا برتري نه لري.
موږ لکه څنګه چې د خپل ګران هېواد خپلواکۍ ته ژمن یوو همدارنګه د هر بل هېواد خپلواکۍ، ارضي تمامیت او ملي حاکمیت ته احترام لرو، له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو اوله دوی څخه هم غوښتنه کوو چې له افغانستان سره د متقابل احترام په اډانه کې خپلې اړیکې وپالي.
موږ له نړۍ سره پرخپلو کړو ژمنو ولاړ یوو، د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پرخلاف ونه کارول شي، هېڅکله به هغو ډلو ته ځای ورنه کړو چې زموږ له خاورې نور ګواښي، له نړۍ هم په کلکه داغواړو چې پر موږ لګول شوي د بشري حقوقو خلاف ټول بندیزونه لري کړي، کنګل شوي پیسې مو، چې د افغان مظلوم ولس حق دی، ازادې کړي.
افغانستان پخپل بهرني سیاست کې په رښتوني توګه بې پرې هېواد دی، له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ څخه هم تمه لرو چې له افغانستان سره د متقابل احترام له مخې چلند وکړي، افغانستان نور د هیچا د نیابتې سیاستونو او جګړو ځای نه دی او نه به وګرځي ان شاء الله .
په پای کې نننۍ ورځ، د ګران افغانستان د ویاړلي اوخپلواک تاریخ د پیل یو زرین باب بولو، چې په ټوله مانا به په کې د پرمختګ، سوکالۍ او هوساینې چارې په مخ وړل کېږي، ټول هېوادوال به په کې لکه وروڼه، له هرډول تبعیض پرته په ګډه له احترام ګډ ژوند ولري.
ومن الله التوفیق