افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د اتلولي په اړه د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د مبارکۍ پیغام

افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د اتلولي په اړه د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د مبارکۍ پیغام

افغان ابدالیان لوبډلې د کرکټ اسیایي شورا د اېمرجېنګ جام سیالیو اتلولي خپله کړه.
افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د دې سیالیوپه پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا بریا دې ټولو هېوادوالو او د کرکټ لوبغاړو ته مبارک وي. افغان ځوانان او لوبغاړي د ستاینې وړ دي چې په هر ډګر او سیالۍ کې د خپل هېواد او خلکو لپاره ویاړونه او اتلولۍ خپلوي