د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت اعلامیه

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت اعلامیه

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ باسول کلي کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ شل تنه هېوادوال شهیدان شوي دي.
انا لله وانا الیه راجعون
د پېښې قربانیانو ته له پاک رب څخه د جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعا کوم. له اړونده مسؤولینو څخه غواړم چې د دې پېښې په اړه لازمې څېړنې وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال