د کار ملي کانفرانس په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء پيغام

د کار ملي کانفرانس په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله و کفی و الصلوة و السلام علی عباده الذین اصطفی. اما بعد: قال الله تبارک و تعالی: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ(۲) المائدة. صدق الله العظیم

بیکاري او فقر زموږ د ټولنې له ستونزو څخه یوه مهمه ستونزه ده، چې د تېرو څلور نیمو لسیزو د جګړو او پردیو مداخلو محصول او د افغانستان اسلامي امارت ته په میراث پاتې شوې ده. دې ته په پام سره خپلو خلکو ته د بهترو کاري فرصتونو رامنځته کول او د دوی ستونزو ته رسېدنه د افغانستان اسلامي امارت له مهمو موخو او لومړیتوبونو څخه دي.

خوشاله یم چې د نورو امارتي ادارو تر څنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم په لوړه روحیه د بېکارۍ او فقر پدیدو سره د مناسبې او معقولې مبارزې په منظور د نورو مسؤلیتونو، ګټورو برنامو او پروګرامونو د عملي کولو تر څنګ د کار ملي کانفرانس جوړ او دائر کړ.

دا د ټولو امارتي ادارو، خصوصي سکتور، مرستندویه سازمانونو او په کانفرانس کې د حاضرو بهرنیو استازو دنده ګڼم چې له بېکارۍ سره د مبارزې په موخه د کار ملي کانفرانس د بریا لپاره هڅې وکړي او د کانفرانس له پای ته رسېدو وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په هماهنګۍ یې موخې تعقیب کړي، تر څو له یوې خوا په مختلفو برخو کې ګڼ شمېر هیوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته او له بلې خوا وتوانېږو چې تر یو حده د بېکارۍ کچه راکمه کړو.

په افغانستان کې د خصوصي سکتور ونډې او اهمیت ته په پام سره، له دوی څخه غواړم چې د اسلامي امارت لخوا د رامنځته شوي بهتر کاري ماحول او پانګونې لپاره د لازمو آسانتیاوو څخه سالمه استفاده وکړي، د ضرورت وړ ساحو کې دې خپل فعالیتونه لا پراخ کړي، تر څو په مشترک ډول وتوانېږو چې له فقر او بېکارۍ سره څرنګه چې ایجاب کوي، مبارزه وکړو. دغه راز له مرستندویه سازمانونو او هغو هیوادونو چې له افغانستان سره د کار او اشتغالزایي په برخه کې توافقات او همکاري لري غوښتنه کوو، چې له افغان ولس سره په دې خاصو شرائطو کې د کارموندنې او کارګرو د استخدام په برخه کې مرسته وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت ځان متعهد ګڼي، چې د اسلامي سپيڅلو لارښوونو په رڼا کې د افغانستان د خودکفایي، پرمختګ او خپلو خلکو ته د کار موندنې په برخو کې د کار بازار اړتیاوو ته په پام سره داسې پالیسۍ، ستراتیژۍ، قوانین او کړنلارې جوړې کړي چې له امله یې یادو موخو ته رسېدنه تحقق ومومي.

په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ او د دې مهم کانفرانس ټولو دائروونکو او ګډونوالو ته د الله تعالی له دربار څخه د زیاتو بریاوو غوښتونکی او هیله مند یم. په دې هيله چې د مؤمن ولس د خدمت او د هیواد د ښیرازۍ په لاره کې خپلو هڅو ته لکه څنګه چې ایجاب کوي ادامه ورکړي.

و السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

الحاج ملا محمد حسن آخند

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء