د شرعي نصوصو له مخې د اسلامي نظام د استحکام او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د بامیان ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندي نومونو علماء کرام او متنفذین د بامیان ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم مولوي صاحب عبدالقیوم د بامیان ولایت د علماوو شوری د رئییس، محترم مولوي صاحب محمد نظر د یادې شوری د مرستیال او محترم مولوي صاحب اغا محمد د شوری د غړي او مالي او اداري مسئول په توګه و ټاکل شول.
همدرانګه محترم مولوي صاحب محمد شاه، محترم مولوي صاحب امین الله او محترم مولوي صاحب غلام حضرت د نوموړې شوری د اعضاوو په حیث و ټاکل شول.
دغه راز د بامیان ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي له خپلي لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۵/۳/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۶ هـ ش 2023/9/17 م