د شرعي نصوصو له مخې د اسلامي نظام د استحکام او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د سرپل ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندي نومونو علماء کرام او متنفذین د سرپل ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم مفتي صاحب عبد المنان د سرپل ولایت د علماوو د شوری د رئیس، محترم مولوي صاحب محمد ظاهر د شوری د مرستیال او محترم مولوي صاحب خیر الدین د یادې شوری د عضوې او اداري او مالي مسئول په توګه و ټاکل شول.
همدارنګه مولوي صاحب سراج الدین، محترم مولوي صاحب شفیق الله، محترم مولوي صاحب محمد شاکر، محترم مولوي صاحب فیض الله، محترم مولوي صاحب محمد یوسف، محترم مولوي صاحب امین ا لله، محترم مولوي صاحب ولي محمد، محترم مولوي صاحب محمد مجاهد، محترم شیخ صاحب عبد الحق، محترم مولوي صاحب اسلام الدین، محترم مولوي صاحب محمد رسول او محترم مولوي صاحب محمود د یادې شوری د غړیو په توګه و ټاکل شول.
دغه راز د سرپل ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي له خپلي لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۵/۳/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۶ هـ ش 2023/9/17 م