بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم
الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.
د ښاري طرحو (پلانونو) اړوند د لازمو معلوماتو او تفصیلاتو د خپرولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی
فرمان
د ښاري طرحو (پلانونو) د غوره او اغېزناکه تطبیق، ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو پراختیایي چارو کي د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو او په چارو کي د روڼتیا د ټینګښت په موخه لاندي مراتب منظوروم:
لومړۍ ماده:
د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالي په ګډون د ولایتونو او ولسوالیو اړوند ښاروالۍ مکلفي دي چي د برېښنايي او چاپي رسنیو، د مساجدو امامانو، د ګذر وکیلانو او نورو مناسبو وسایلو له لاري د ښاري طرحو (پلانونو) اړوند لازم معلومات او تفصیلات وقتاً فوقتاً خپاره او د غوښتني پر مهال یې خلکو ته ورکړي.
دوهمه ماده:
هغه سیمي چي په ښاري ساحو کي داخلي شوي دي او تفصیلي طرحه (پلان) نه وي ورته جوړه شوې، ددې فرمان په لومړۍ ماده کي ذکر شوي ادارې مکلفي دي چي تفصیلي طرحي (پلانونه) دي ورته جوړ او خپاره کړي.
دريمه ماده:
د چارو ادارې او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاستونه مکلف دي چي د دې فرمان له تطبیق څخه په دوامداره توګه نظارت وکړي.
څلورمه ماده:
دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.
والسلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته!
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة ﷲاخندزاده