د عاليقدر امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو په  موخه عالي کمیسیون جوړشو

د عاليقدر امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو په موخه عالي کمیسیون جوړشو

داچې د پاکستان حکومت د ټولو نورمونو خلاف د افغان مهاجرینو د اخراج فیصله وکړه، نو په همدې اساس د عالیقدر امیرالمومنین د حکم له مخې له پاکستان او نورو هیوادونو څخه په جبري توګه د را ایستونکو افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي صاحب په مشري د ۳۱ لوړ رتبه مسئولینو په شمول عالي کمېسیون جوړ شو او اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په محدوده کې د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو په موخه په ۸ فصلونو او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح او د یادې کړنلارې د تطبیق لپاره یوه دارالانشاء او ۱۲ کمیټې منظورې کړې.

یادې کمیټې به خپلو امکاناتوته په کتو د مهاجرینو تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني او صحي خدمات او موقت پنډغالي تهیه کوي او په ځانګړي ډول سوداګرو او صنعتکارانو ته د یوه طرزالعمل له مخې خاصې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.

همدارنګه هغه هیوادوال چې د ځینو تشویشونو له امله بهرنیو هیوادونو ته تللي، هغوی ته ډاډ ورکوو، چې پرته له کوم تشویش څخه بیرته راستانه او په خپل هیواد کې باعزته ژوند وکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۴۵/۴/۱۱ هـ ق

۱۴۰۲/۸/۴ هـ ش 2023/10/26 م