اقتصادي مرستیال

اقتصادي مرستیال

ملا عبدالغني برادر اخند په ۱۹۶۸م کال د افغانستان په جنوب د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې زیږېدلی دی. نوموړی په قوم پښتون دی چې د دراني قبیلې په پوپلزي څانګې پورې تړاو لري. اصلي نوم یې عبدالغني دی او دا چې د ملا محمد عمر مجاهد نږدې دوست و، نو د «برادر» لقب هم د لومړي ځل لپاره د هغه لخوا ورکړل شوی دی. برادر اخند خپلې زده کړې د پاکستان په مدرسو کې کړې، خو پر افغانستان د شوروي اشغال او د هغه پر وړاندې مبارزې دې ته پرېنښود چې خپلې زده کړې دې تر پایه ورسوي.

 

برادر اخند د ځوانۍ پر مهال له ملا محمد عمر مجاهد سره ملګری شو او له هغه سره یو ځای یې د ۱۹۸۰م کال د شوري اتحاد پر ضد په افغانستان کې جهاد پیل کړ. دوی په کندهار کې د اسلامي حزب د غړو په توګه د محمد یونس خالص تر مشرۍ لاندې مبارزه کوله. کله چې په افغانستان کې د مجاهدینو ترمنځ داخلي جګړې پیل شوې او د جهاد مشرانو د چوکۍ او موقف پر سر د هېواد کلي او ښارونه ونړول؛ نو ملابرادر اخند د دریو نورو کسانو په ګډون په ۱۹۹۴م کال کې د اسلامي امارت د تاسیس بنسټ کېښود. اسلامي امارت د دوو کلونو په تېرېدو یعنې په ۱۹۹۶م کال کې د افغانستان تقریباً ټوله خاوره تر خپل واک لاندې راوسته او د پخوانیو احزابو او ډلو ټپلو لمن یې ورټوله کړه. د اسلامي امارت د واک پر مهال ملا عبدالغني برادر له (۱۹۹۶م-۲۰۰۱م) کال پورې بېلابېلې دندې ترسره کړې چې د هرات او نیمروز ولایتونو مسوولیت یې د یادونې وړ دی.

کله چې په ۲۰۰۱م کال امریکا پر افغانستان برید وکړ. هغه مهال ملا عبدالغني برادر اخند د دفاع وزارت د معاونیت دنده پر غاړه درلوده. د اسلامي امارت له سقوط وروسته بیا د کوټې شورا غړی او د ملا محمد عمر مجاهد معاون وټاکل شو.

په ۲۰۱۰م کال د امریکا او پاکستان استخباراتي سازمانونو په کراچۍ ښار کې برادر اخند ونیو او زنداني یې کړ. نوموړي له زندان څخه وړاندې یوازې یو څو عمومي بیانیې درلودې چې د هغو له ډلې یوه یې هم له «نیوز ویک» سره شوې وه. د مرکې پر وخت یې د سولې په تړاو د نیوز ویک د پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: «د سولې اصلي شرط له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.»

خو برادر اخند په ۲۰۱۸م کال له ۸ کلونو زندان تېرولو وروسته د امریکا په غوښتنه د پاکستان له زندان څخه آزاد شو، ترڅو په قطر کې د سولې د خبرو اترو پر مهال د طالبانو استازیتوب وکړي. قطر ته له رسېدو سره سم په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوول وټاکل شو. ملا برادر اخند له امریکا سره د دوو کلونو اوږدو مجلسونو او خبرو اترو په پایله کې په ۲۰۲۰م کال کې په دې وتوانېد چې د طالبانو په استازیتوب د دوحې تړون لاسلیک کړي. د دغه تړون اصلي شرط دا و چې له افغانستان څخه باید ټول بهرني ځواکونه ووځي. کله چې د سولې تړون لاسلیک شو، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې.

له دې وروسته له افغان حکومت سره د سولې په اړه خبرې اترې پیل شوې. خو د دغو خبرو په دوام کې طالب چارواکو ځینو هېوادونو ته سفرونه هم وکړل. په دې بهیر کې د هغو پلاوو مشري هم د ملابرادر اخند پر غاړه وه.

په ۲۰۲۱م کال د کابل له سقوط درې ورځې وروسته یعنې د اګېسټ په ۱۷مه ملابرادر اخند له یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره کندهار ته را ورسېد. له هغه وروسته بیا د اګېسټ په ۲۳مه کابل ته راغی.

برادر اخند د ۲۰۲۱م کال په سپټمبر کې د ټایمز مجلې لخوا د ۲۱مې پړۍ د سلو اغېزمنو کسانو په لېست کې هم راغی.
په پای کې ملاعبدالغني برادر اخند د کابینې له جوړېدو سره سم د ریاست الوزارء د اقتصادي مرستیال او طبیعي پېښو ته د رسېدنې د عالي دولتي کمېسیونونو د رئیس په توګه خپل نوي مسوولیتونه پیل کړل چې لا تر اوسه دوام لري.